دید خبرې آژانس: د ډانلډ ټرمپ د ښې حکومتولۍ د ادارې مشر، ایلن ماسک، د ازادۍ راډیو د اروپا څانګې او امریکا غږ فعالیتونه د بندولو غوښتنه وکړه او دغه رسنۍ یې د امریکایي مالیه ورکونکو د سرچینو ضایع کوونکې وګڼل.
![](http://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/01/خلیل-زاد.jpg)
هغه پر ایکس لیکلي: «یوازې افراطي چپ ګوندي لېوني دي چې له ځان سره خبرې کوي، په داسې حال کې چې هر کال د امریکایي مالیه ورکونکو د پیسو ۱ میلیارده ډالر لګوي.»
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمي خلیلزاد د دغې غوښتنې ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې د دغو رسنیو فعالیت، په ځانګړې توګه د ازادۍ راډیو اروپايي څانګه باید وڅېړل شي.
هغه پر ایکس لیکلي: «هغو کسانو چې خپرونې یې ورله له نږدې کتلي، راپور ورکړی چې ځینې برخې یې د امریکا د پالیسیو د ملاتړ پر ځای، داسې ښکاري چې د خبریالانو لخوا نه بلکې د فعالانو له خوا چلول کیږي.»
هغه زیاته کړه چې د امریکایي مالیه ورکونکو پیسې باید د امریکا د ګټو پر ضد و نه کارول شي.
ازادۍ راډیو او امریکا غږ، چې په افغانستان او ځینې نورو هېوادونو کې هم فعالیت کوي، تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.