اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور د خپرېدو په اړه پرله پسې غبرګونونه؛ پنس: ټرمپ په افغانستان کې خپل ځواکونه ساتل

ډی  خبري اژانس: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له خپرېدو وروسته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مرستیال ویلي، چې د دوحې د تړون له لاسلیکولو سره به هم په افغانستان کې پوځيان وساتي.

د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویجاړونکي وتلو په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د دوحې د تړون له لاسلیکولو سره سره د ټرمپ ادارې د طا-لبانو د واک ته د رسېدو پر وړاندې د بایډن په پرتله بل ډول عمل وکړ.

پنس دغه څرګندونې پرون له CBS سره په مرکه کې وکړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې له طا-لبانو سره د ټرمپ ادارې له شوې هوکړې سره سره به زرګونه امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي، چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې ووځي.

هغه ویلي دي: زه دا خبره په پوره باور سره وایم چې که دا زموږ حکومت وای، نو له افغانستانه به د وتلو دغه ناورین هیڅکله نه و. ځکه موږ طا-لبان د هوکړې پابند ساتلي وو.

د ټرمپ مرستیال زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکا د رسمي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته باید یو شمېر امریکايي ځواکونه پاتې وای، څو په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

هغه په ​​سوریه کې د امریکايي ځواکونو شتون ته اشاره وکړه چې د داعش پر وړاندې د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم په دغه هېواد کې پاتې دي.

د مایک پنس په وینا طا-لبانو د مزارشریف په نیولو سره د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

هغه زیاته کړه: جوبایډن کله چې طا-لبانو له تړون څخه سرغړونه وکړه او د مزارشریف ښار یې ونیولو کوم خاص کار ونه کړ. دا په افغانستان کې د ناورین پیل و.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې د کانګرس په غوښتنه له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو په اړه يو راپور خپور کړ، چې په کې يې د ټرمپ او بایډن ادارې د دغه ناورين د ايستلو پړه بللې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا