اسلایدشوافغانستانخبرراپورنړۍ

د امریکا دفاع وزارت: ډیر ژر له افغانستانه د وتلو د ارزونې موندنې خپرې شي

دید خبرې آژانس: د امریکا د اوسني حکومت د چارواکو له خوا د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر پر څرنګوالي د نیوکو په لړ کې، دا ځل د امریکا دفاع وزارت وایي، چې ډېر ژر به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي د څېړنو د ځانګړې ډلې موندنې به خپرې شي.

د امریکا دفاع وزیر له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې ټینګار کړی، هغه کسان چې د دې بهیر مسوول وو، باید ځواب‌ویونکي وي.

 د امریکا دفاع وزیر پېټ هګسټ په دې هکله ویلي:«موږ دا موضوع په خپل دفتر کې په جدي ډول تعقیبوو. احتمال شته، چې سبا یا چهارشنبې به د هغې ځانګړې ډلې د پرمختګونو په تړاو یوه خبرتیا خپره شي، چې پر دې موضوع کار کوي. موږ لا هم د حرکت، موندنې او ارزونې په حال کې یو. دا بهیر لږ وخت نیسي؛ ځکه ډېر مسایل شته، چې باید څرګند شي.»

د هغه په وینا، دا څېړنې ښايي تر ۲۰۲۶ کاله پورې وغځېږي؛ خو وروستی موخه دا ده، چې مسوول کسان ځواب ‌ویونکي وګرځي او د هغوی د اقداماتو پایلې وارزول شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د کابل په هوايي ډګر کې له ګډوډۍ، د مخکیني حکومت له سقوط او د اسلامي امارت له واکمنېدو سره مل وو؛ دا بهیر د امریکا دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button