اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د امریکا استازی د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي

دید خبرې آژانس: ځینې سرچیني وایی چې د دوحې په درېيمه غونډه کې به د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى ټام ويسټ ګډون وکړي.

دوی ویلي چې په دې غونډه کې به د جي ۷ هیوادونو استازي هم ګډون وکړي.

تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلی و چې امریکا تر اوسه پورې پرېکړه نه ده کړې چې د دوحې غونډې ته چې د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه ټاکل شوې ده خپل استازی واستوي.

تر دې مخکې ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي وو چې امریکا او د جي اوه هېوادونه د دوحې د غونډې له اجنډا سره مخالف دي. د طا-لبانو په غوښتنه به په دې غونډه کې د بشري حقونو په اړه خبرې نه کېږي او تر ډېره به پر نشه يي توکو او د خصوصي سکټور پر ودې راټوله وي.

دغه راز د افغان ښځو او مدني ټولنې استازي به هم په اصلي غونډه کې ګډون ونه کړي. خو د سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډي‌کارلو به د دوحې د سرمشریزې په دویمه ورځ د افغان مدني ټولنې له استازو سره وګوري.

دا معلومه نه ده چې ایا د دوحې د غونډې په اجنډا کې کوم بدلون راغلی او که د غونډې په اجنډا د واشنګټن له اعتراض سره، سره به ټام وېسټ قطر ته ولاړ شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا