Uncategorizedاسلایدشوافغانستانحکومتسیاسي

د امربالمعروف وزارت لپاره نوی معین ټاکل شوې

دید خبرې آژانس: د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مسلکي او پالیسۍ معینیت لپاره نوی معین وټاکل شو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس شیخ نور محمد، د امربالمعروف، نهی عن المنكر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مسلکي او پالیسۍ معین په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي نورمحمد تر دې وړاندې د بلخ ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنكر او شکایتونو اورېدلو ریاست د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button