اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

د امام زاده یحیی زیارت د لسگونو زره اربعین حسینی زیارت کوونکو د غونډی لپاره چمتو شو

دید خبری اژانس: په سرپل ولایت کښې د امام زاده یحیی زیارت د حسینی اربعین د ورځې په مناسبت د لسګونو زرو زائرانو د لیدو لپاره چمتو شو.

د سرپل د شیعه علماوو شورا مشر سید رضا عالم زاده وايي، د اربعین په ورځ د دغه ښار اوسیدونکو او مینه والو د امام زاده یحیی زیارت ته د یو لک زائرینو د هرکلي لپاره تیاری نیولی دی.

د هغه په ​​وینا، د روان کال د اربعین مراسمو ته په چمتووالي کې له ۲۵ زیات شیعه او سني جوماتونو فعاله ونډه اخیستې ده.

ښاغلی عالم زاده وايي، هر کال د اربعین حسیني په ورځ د امامزاده یحیی په زیارت کې له ټول افغانستان او په ځانګړې توګه له شمالي ولایتونو څخه د اهل بیتو مینه وال راغونډېږي او دا ډول غونډه په هېواد کې ډېره کمه ده.

عالم زاده څرګنده کړه چې د امام زاده یحیی په زیارت کې د امام حسین اربعین د نمانځنې په اړه د حکومت همکاري ښه وه او امنیتي ځواکونه په جدي توګه د امنیت تامین کوي.

د سرپل د شیعه علماو د شورا مشر وویل چې د اهل بیتو مینه وال کولای شي د اربعین په ورځ په خوندي توګه د امام زاده یحیی علیه السلام زیارت ته لاړ شي او په دغه ستره غونډه کښې ګډون وکړي.

باید وویل شي چې هر کال د محرم او اربعین حسیني په میاشتو کې د اهل بیت علیهم السلام پیروان، شیعه او سني په لسګونو زره کسان راټولیږي او د امام حسین علیه السلام په خاطر فریاد کوي او ویناوې او ماتمونه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا