اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونه

د اماراتو ولسمشر د سراج الدین حقانی سره وکتله

دید خبرې آژانس: د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید د طا-لبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره لیدلي.

د متحده عربي اماراتو خبري اژانس د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د ابوظبۍ په شاهي ماڼۍ کې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اړیکو په پیاوړتیا او د سیمې د ثبات موندلو په لارو چارو بحث کړی دی.

دا لومړی وار دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له افغانستان بهر وځي.

دی د امریکا د ترهګرو او تعقیب وړ لېست کې دی.

د اماراتو خبري اژانس د سراج‌الدین حقاني په حواله لیکلي چې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر په لیدو یې خوښي ښودلې او د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې یې ستایلي دي.

په دې کتنه کې انس حقاني او د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون درلود.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا