اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهګزارش

د اقلیمي بدلون له امله؛ شاوخوا ۹۰۰ زره افغان ماشومان اغېزمن شوي دی

دید خبرې آژانس: د ماشومانو د ژغورنې سازمان د سه شنبې په ورځ وویل چې په کونړ، لغمان او ننګرهار کې د اقلیم د بدلون له امله د ۸ لکه او ۵۸۰۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱،۳۶ میلیون کسان اغېزمن شوي دي.

د دغه سازمان په وینا په وروستیو بارانونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان بې کوره شوي دي.

د شمېرو له مخې په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او توپانونو د افغانستان په ختیځ کې له ۴۷ زیات کسان مړه کړي او لږ تر لږه ۳۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سېلابونو له امله په جلال اباد ښار کې د ۴۰۰ کورونو او یو روغتون ویجاړیدل هغه نور زیانونه دي چې اوښتي دي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي، افغانستان په وروستیو لسیزو کې له تر ټولو «ناوړه بشري ناورین سره مخ دی، چې په وینا یې تر ۱۵۰۰ ډېر ماشومان بې کوره شوي دي.»

د دغه سازمان له خوا د ورکړل شويو شمېرو له مخې، په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې يو مرکز هم زيانمن شوى دى.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي، له پاکستانه د راستنو شویو ۶۴۹۰۰۰ کډوالو نیمايي یې ماشومان دي.

د دغه راپور له مخې، مخابراتي شبکو ته زیان او د ځینو نښلونکو لارو ویجاړېدو زیانمنو سیمو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په وینا، افغانستان له یو لړ ناورینونو سره مخامخ دی، چې په هغو کې د کډوالو جبري راستنېدل، اقتصادي بې ثباتي، خوراکي نا خوندیتوب، زلزلې، د اقلیم بدلون او د بشري مرستو کموالی شامل دي.

د سازمان په وینا، د اقلیم بدلون او بې وزلۍ د نورو ډلو په پرتله په ماشومانو ډیره منفي اغیزه کړې.

د افغانستان لپاره د ماشومانو د ژغورنې سازمان مشر ارشد ملک وویل، «افغان ماشومان له لسیزو راهیسې ځپل شوي دي او ویجاړونکو سېلابونو په پرله پسې ډول په هېواد کې ویجاړئ کړې دي.»

ښاغلي مالک د اقلیم د بدلون د بحران پر وړاندې د شته اړتیاوو د پوره کولو او اوږدمهاله پلان جوړولو لپاره له نړیوالې ټولنې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان وايي، ځپل شویو سیمو ته د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره څو ژغورونکي ډلې استول شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا