دید خبرې آژانس: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان «افاېاو» له رئیس ریچارډ ټرېنچارد سره په کتنه کې؛ د اقلیمي بدلون او چاپېریالي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي مطیع الحق خالص، په افغانستان کې د «افاېاو» سازمان د کارونو ستاینه کړې او ویلي یې دي: “د افغانستان خلک تېرو جګړو او په وروستیو کې اقلیمي بدلون سخت ځپلي دي او موږ غواړو له نړیوالو او ملي مؤسسو سره په ګډه او همغږي توګه کار وکړو او د خپل ولس د هوساینې لپاره رغنده ګامونه پورته کړو.”
مولوي خالص زیاته کړې ده: “د چاپېریال ساتنې ملي اداره له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړیوالو ارګانونو او مؤسسو سره هر ډول کار ته ژمنه ده او هڅې کوو چې له سفیرانو او د نړیوالو ارګانونو له استازو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د اقلیمي بدلون موضوع مطرح کړو، څو په ملي او نړیوالو غونډو کې اقلیمي بدلون د سر ټکي او د بحث وړ موضوع وګرځي.”
هغه د یاد سازمان له رئیس څخه غوښتنه کړې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د سفرونو د تنظیم په برخه کې د مالي امکاناتو برابرولو او په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند (NDC-3) چمتو کولو په برخه کې مالي او تخنیکي مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان «افاېاو» رئیس هم، ژمنه کړې چې دغه سازمان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملاتړ کوي او د یادې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او په ملي کچه د ټاکل شوې وندې سند د چمتو کولو په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د کتنې په پای کې، پر ګډ کار او همغږۍ ټینګار شوی او د چاپېریال ساتنې او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو همکاریو پر را جلبولو هوکړه شوې ده.