اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د افغان ښځو کنفرانس؛ د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغان مېرمنو پر ملاتړ ټینګار وکړ

دید خبرې آژانس: د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد په پلازمېنه مادرید کې د افغان مېرمنو په ملاتړ کنفرانس کې پر ښځو د طا-لبانو بندیزونه وغندل.

هغه وویل، هسپانیا د بشري حقونو د سرغړوونکو د معافیت د پای ته رسولو او افغانستان کې د شویو جرمونو د حساب ورکولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دغه کنفرانس «موږ ته غوږ شئ» تر سرلیک لاندي د جمعې په ورځ په مادريد ښار کې د هسپانيا په بهرنیو چارو وزارت کې د څه باندي ۵۰ افغان ښځينه فعالانو او د ځينوو هېوادونو د خاصو استازو په ګډون جوړ شو.

دغه کنفرانس د افغانستان د ښځو لپاره د سازمان په همکارۍ او د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب د افغان ښځو لپاره د سیاسي فضا او جواب ورکونې په موخه جوړ شوی او په البانیا کې د افغان ښځو د غونډې دوام دی.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل الباس د کنفرانس د پيلولو پر مهال په خپله وینا کې د افغان ښځو پر وړاندې د طا-لبانو بندیزونه وغندل او ویې ویل، دا بندیزونه «نه یوازې پر ښځو برید دی، بلکې پر بنسټیزو بشري حقونو برید دی.»

هغه پر طا-لبانو غږ وکړ، چې ټول هغه فرمانونه لغوه کړي، چې د ښځو او نجونو تر ټولو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ټولو سیاسي پروسو کې د ښځو د فعالې ونډې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د دې کنفرانس د جوړېدو موخه د ښځو موضوع ته د نړۍ پام اړول او د افغان مېرمنو غږ اورېدل دي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو استازو هم حضور درلود.

الباس طا-لبان په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونکي وبلل او له بيلو هیوادونو یې وغوښتل، چې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره د ښځو د نوښت ملاتړ وکړي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله له طالبانو سره د قانوني چلند غوښتنه وکړه.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دې غونډې د افغان ښځو غږ پیاوړی کړ، یوه روښانه او همغږي تګلاره یې رامنځته کړه او د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په البانیا کې د افغان ښځو د سرمشریزې په اعلامیه کې د شویو پرېکړو د عملي کولو لپاره پر راتلونکو ګامونو موافقه شوې.

د هسپانیا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په دې پرېکړو کې د افغانستان په ټولو سیاسي پروسو کې د افغان مېرمنو د ماناداره ونډې اخیستنې ژمنه شامله ده.

د دوحې له پروسې سره موازي د ښځو په مشرۍ د نوښتونو، غونډو او خبرو اترو منظم ملاتړ، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه نړيوال عدالت ته د طا-لبانو د حساب ورکونې ژمنه، د دغو پریکړو بله برخه ده.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان ښځو هم د اقدام کولو په یوه ږغ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان په ټولو سیاسي بهیرونو کې په مانا لرونکې توګه افغان ښځې شاملې کړي او په منظم ډول په نوښتونو، غونډو او خبرو اترو کې د مادريد په څېر ملاتړ وکړي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې په څنډه کې له افغان ښځینه فعالانو سره وکتل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا