اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د افغان مېرمنو په اړه ګردی مېز جوړیږي

دید خبرې آژانس: د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ په پام کې لري چې «د جیوپولیټیک او په افغانستان کې د ښځو د حقونو د فعالیتونو» تر سرليك لاندې یو ګردي مېز جوړ کړي.

دغه انسټیټیوټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ګردي مېز کې به له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان په اړه د امریکا پر هغو تګلارو خبرې وشي چې د طالبانو بېرته راتګ ته یې اسانتیاووې برابره کړې وې.

د دغه خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ګردي مېز کې به په افغانستان کې د ښځو د فعالیتونو پر وضعیت هم بحث وشي.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ وايي، دا ګردي مېز به د اګست په ۲۲مه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دوی نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال نجونې د کانکور په ازموينې کې له ګډون منع کړې او په ټول افغانستان کې د آن یوې انجلۍ له شتون پرته د کانکور ازموينه واخيستله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا