اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د افغان اتباعو د بیا مېشتېدنې د بهیر پر چټکتیا د بلينکن ټینګار

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د هغو افغانانو د بیا مېشتېدنې بهیر ګړندی کړي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو او نړیوالو سازمانونو تر څنګ کار کړی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ «په عمل کې ملتیا: د افغان متحدینو سره زموږ د ژمنې ساتل» تر سرليك لاندې غونډه کې، پر ​​کانګرس، نړیوالو شریکانو او سیمه ییزو شبکو غږ وکړ چې د دې پروسې لپاره د وړ افغانانو لپاره د دایمي کورونو د خوندي کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلي بلینکن وویل: «موږ اړتیا لرو چې له هغو هېوادونو څخه د افغانانو د بیا مېشتېدنې بهیر چټک کړو چې دوی ته یې موقتي پناه ورکړې ده. همداراز د نورو هېوادونو موندل اړین دي چې د دایمي استوګنې وړاندیز کوي.»

هغه همدا راز له کانګرېس څخه وغوښتل چې د افغان اتباعو لپاره چې ډیری یې متحده ایالاتو ته د ننوتلو په پروګرام پورې اړه لري د ځانګړي مهاجرت ویزو یا اېس آى وي ته لاسرسی پراخ کړي.

په امریکایي ټولنه کې د افغانانو رول

ښاغلي بلینکن په امریکايي ټولنه کې د افغان کډوالو د پام وړ رول ته اشارې وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۱۸۰ زره ډېر افغانان په امریکا کې مېشت شوي او زرګونه کورنۍ بېرته یوځای شوي دي.

هغه د «ويلکم کارپس» په څېر د پروګرامونو ستاینه وکړه. هغه پروګرام چې افغان اتباع له امریکايي ملاتړو سره يوځاى کوي.

د هغه په ​​وينا، تر اوسه څه باندې ١٢۵ زره امريکايانو په دې پروګرام کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې ده.

ښاغلي بلینکن وویل، «افغانان زموږ د ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده. د خپلو استعدادونو سره، دوی سوداګرۍ پیاوړې کوي، خپل پوهه زموږ ښوونځیو ته راوړي، او خپل کلتور د خپلو ګاونډیو سره شریکوي. موږ نوي ملګري، نوي شريکان او راتلونکي اتباع وینو.»

هغه د افغانانو د قربانیو چې په خپل هیواد کې یې د مساوي حقونو، ډیموکراسۍ او آزادۍ د ودې لپاره په ځانګړې توګه د طالبانو له راتګ څخه دوه لسیزې مخکې کار کړی، ستاینه وکړه.

هغه وویل، «د لسیزو راهیسې، د ژوند په ټولو برخو کې افغانانو د یو سوله ییز، سوکاله او ټولګډونه هېواد د جوړولو لپاره غیرعادي خطرونه په ځان اخیستي دي.

هغه له ډيپلوماتانو، امريکايي پوځيانو او نړيوالو موسسو سره د ژباړونکو، ښوونکو او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کوونکو په رول کې د افغان اتباعو همکارۍ ته اشاره وکړه او د دغو متحدينو د ملاتړ لپاره يې د امريکا پر ژمنې ټينګار وکړ.

ښاغلي بلنکن یادونه وکړه چې ولسمشر بایډن ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسېدو پر مهال به د افغان متحدینو د انتقال او امنیت ملاتړ وکړي.

هغه وویل، «په ۲۰۲۱ کال کې، کله چې طا-لبانو افغانستان ونیو، په ټوله نړۍ کې خلکو د خپلو افغان ملګرو او د هغوی د کورنیو په ایستلو پیل وکړ.»

دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې په هیوادونو او اروپایي هیوادونو کې د متحده ایالاتو د بیا مېشتېدنې پروګرامونو ډیری غوښتونکي د خپلو دوسیو بشپړېدو ته انتظار باسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا