افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د افغانستان ګمرکونه عصري کېږي

د ګمرکونو نړیوال سازمان له افغانستان سره د ګمرکونو په عصري کولو او د سیمې له هېوادونو سره د دغه هېواد د ګمرکونو په نښلولو کې مرسته کوي.

د افغانستان د ماليي وزارت وايي چې د ګمرکونو په برخه کې اصلاحات د عواېدو د لوړېدو او د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي.

د ماليي وزیر اکلیل حکیمي د یکشنبې په ورځ د ګمرکونو د نړیوال سازمان له سکرټر جنرال سره د همکاریو د یوه تفاهم‎لیک د لاسلیک غونډې ته وویل، افغان حکومت غواړي چې اصلاحات یې د ګمرکونو د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم وي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

ښاغلي حکیمي د دغه تفاهم‎لیک په اړه خبري غونډې ته وویل:

هغه ژمنې چې افغانستان درلودلې، موږ د کیوتو له کنوانسیون سره نښلوي، کوم چې د کروشیا د کانوانسیون مطابق دی، هغه موږ لاسلیک کوو او زموږ یوه ژمنه ده، لکه څنګه چې د ګمرکونو نړیوال سازمان په دې برخه کې د مرستو ژمنه کړې چې څنګه عصري سېسټم ولرو او د نورو هېوادونو له تجربو ګټه واخلو.

ښاغلی حکیمي وايي چې وار له مخه یې د ګمرکونو ځيني کارکوونکي هندوستان، اذربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو ته لېږلي چې د هغو هېوادونو له تجربو زده کړې وکړي.

د افغانستان د ماليي وزارت وايي، د ګمرکونو په برخه کې اصلاحات په جدي ډول تعقیبوي چې له امله یې عواید تر ۱۵۳ مېلیارده افغانیو رسېدلي دي.

د ګمرکونو نړیوال سازمان چې ۱۸۲ غړي لري، افغانستان ته په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې غړیتوب ورکړ.

د ګمرکونو په برخه کې د اصلاحاتو او د سېسټمونو د عصري کېدو خبرې داسې وخت کېږي چې د افغانتسان په ګمرکونو کې لا هم له فساده شکایتونه موجود دي.

خو د ګمرکونو د نړیوال سازمان سکرټر جنرال کنیو میکوریا وايي چې له افغانستان سره د ګمرکونو په برخه کې مرستې به دا هېواد د سیمې د هېوادونو له عصري ټکنالوژۍ سره اشنا او ونښلوي.

کنیو میکوریا زیاته کړه:

موږ به معیاري وسائل او ظرفیتونه چمتو کړو، تر څو افغانان له نړیوالو معیارونو سره سم خپل کارونه مخ ته یوسي او یقیني شي چې که پروسه داسې مخ ته ولاړه شي، له نورې نړی سره وصلېږو.”

نوموړی ګمرکونه د افغانستان د عوایدو یوه مهمه سرچینه بولي او وايي، د ګمرکونو په برخه کې باید ښه مدیریت رامنځته شي.

افغان کارپوه سید قیاس سعیدي که څه هم د ګمرکونو معیاري کېدل مهم ګڼي، خو وايي چې د عوایدو د لوړېدو او د فساد د مخنیوي لپاره باید د څار قوي قوه او د مکافاتو او مجازاتو سېسټم رامنځته شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ– آزادۍ راډیو

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا