اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د افغانستان په وړاندې د کاملاهریس دریځ

کاملاهریس چې د دې هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن ملاتړ له ځان سره لري، د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستیال ولسمشر په توګه د خپل ماموریت پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی دی.

اغلې هریس په خپله ټولنیزه پاڼه ایکس کې ویلي چې هغه د ولسمشر په تایید ویاړي او د هغې هدف د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې ګټل دي.

دغه امریکايي سیاستوالې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه هم مشخص دریځ خپل کړی او په ځلونو یې د طا-لبانو له خوا د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز پر دوام خواشیني څرګنده کړې ده.

خو د دیموکراتیک ګوند دغه استازې د امریکا د ولسمشر د مرستیال په توګه د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان په اړه څه دریځ او نظر درلود؟

کاملا هریس د ډونالډ ترمپ پرضد له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو ملاتړ کړی دی او د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د ثور په ۲۵مه یې دا ومنله چې هغه د بایډن له پرېکړې مخکې په کوټه کې وروستی کس و چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر پرمخ وړي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال له «س‌ان‌ان» سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه د «جو بایډن» په پرېکړه لیک کې یې مهم رول لوبولی دی.

کامالا هریس د امریکا د ولسمشر مرستیاله «دا ولسمشر دی چې ځانګړې زړورتیا لري. او هغه کس دی چې په ځلونو مې لیدلی او د هغه څه پر اساس چې په ریښتني ډول باور لري پرېکړه نیسي.»

هغې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د سنبلې په لومړۍ نېټه په سنګاپور کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل،اوس مهال باید د ښځو او ماشومانو په ګډون د امریکایانو او زیان لیدونکو افغانانو پر ایستلو تمرکز وشي.

کاملا هریس په ځلونو د افغان نجونو پر زده کړو د طا-لبانو د پرله پسې بندیزونو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې امریکا به په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو له حقونو نه دفاع وکړي.

نوموړې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د جدي په ۵مه د افغان ښځو پر وړاندې د طا-لبانو پر غبرګون نیوکه وکړه او وې ویل، چې طا-لبانو د امریکا غوښتنې عملي نه کړې. دغه امریکايي سیاستوالې ټینګار کړی، چې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښمنه ده.

د امریکا د ولسمشر مرستیاله وايي: «هېڅ شک نشته چې مونږ ټول په افغانستان کې دې مسلې ته پام کوو او اندېښمن یو ورته.ما مخکې هم ویلي او اوس هم وایم چې د تخلیې په پروسه کې مې هرڅه له توانه کېږي ترسره کوو یې. پر دې سربېره به له سیاسي او دیپلوماتیک اړخ نه کار وکړو څو ښځې، ماشومان او زمونږ متحدین په هغه سیمه کې خوندي کړو.»

د امریکا د ولسمشر مرستیاله په دې باور ده چې طا-لبانو په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره سم چلند نه دی کړی او په افغانستان کې یې د بشر حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو د تامین په اړه اندېښنې راپارولې دی.

کاملا هریس وايي، د ښځو او نجونو وضعیت او زده کړو ته د هغوی لاسرسی او له ترهګرۍ سره مبارزه له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې د امریکا تر ټولو لوی مسایل دي.

کاملا هریس ويلې: «له طا-لبانو سره په خبرو کې یوه لویه د بحث مسله زمونږ همدا ټکی دی، ښځو او نجونو سره چلند، د دوی وضعیت په ځانګړي ډول زده کړو ته د نجونو لاسرسی، دغه راز له تروریزم سره د مبارزې برخه کې زمونږه اندېښنه او هغه څه چې باید په دې برخه کې ترسره کړو زمونږ ورته پام وي. په همدې اساس دا مسایل ريښتیني دي او پرته له شکه متحده ایالت د اګست له اخر نه تر اوسه، افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هيواد وو او دی.»

له امریکا څخه یو شمېر افغان اتباع په ځانګړې توګه له کامله هریس څخه هیله کوي چې له طا-لبانو سره په معامله کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې له پامه ونه غورځوي او دې مسلې ته لومړیتوب ورکړي.

د کابل اوسېدونکې وايي: «د افغانستان د خلکو غوښتنې دې په نظر کې ونیسي، پوهنتونونه او ښوونځي دې پرانیستل شي، د ښځو سفرونو ته دې اجازه ورکړي او د ښځو غوښتنې دې په نظر کې ونیول شي.»

د کابل اوسېد ونکې وايي «په ایران کې له بشري حقونو څخه سرغړونې سږکال په افغانستان کې روانې دي، د ځوانانو د کار موندنې او بې وزلۍ ته باید پاملرنه وشي، د خلکو بې وزلۍ او له ښوونځیو پاتې ماشومانو ته دې پام وشي.»

کاملا دِیوي هریس ۵۹ کلنه سیاستمداره او لومړنۍ مېرمن ده چې د امریکا د ولسمشر لومړۍ مرستیاله پيژندل کېږي او د دې هېواد په تاریخ کې په ښځو کې لوړ مقام لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا