اسلایدشوافغانستانحکومتخبرراپور

د افغانستان په تړاو د امریکا د سیاست ارزونې لپاره د اتلانتیک شورا غونډه جوریږې

دید خبرې آژانس: اتلانتیک شورا له انډیانا بنسټ سره په همکارۍ د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۱۳مه نېټه د “افغانستان پر وړاندې د متحده ایالاتو د سیاست غوراویو ارزونې” پر چورلیز یوه غونډه جوړوي.

دغه شورا په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي او امنیتي لیدلوریو پر پایلو، د متحده ایالاتو سټراټېژیکو ګټو او د افغانستان په تړاو د امریکا د راتلونکي سیاست په اړه خبرې اترې وشي.

د اتلانتیک شورا د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د دې سربېره، چې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ اوږدمهاله او متحده سټراټېژي نشته؛ خو له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري مرستې او د بنديانو په ازادېدو کې ځینې پرمختګونه شوي دي. موږ به په دغه هېواد د تحول په حال کې، د سیاسي او امنیتي لیدلورو، د امریکا د سټراټېژیکو ګټو لپاره د هغې پایلې او په افغانستان کې د امریکا د سیاست د پرمختګ مسیر وارزوو.»

د دا ډول غونډو جوړول کولای شي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې رامنځته کړي او یا د افغانستان په تړاو د دغه هېواد سیاست مشخص کړي او که نه؟

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال د غویي په ۲۹مه، اتلانتیک شورا د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په افغانستان کې د شخړې د مخنیوي په موخه ځینې وړاندیزونه وړاندې کړل او له ملګرو ملتونو یې غوښتل، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په مشرۍ په دې هکله تګلاره جوړه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button