اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د افغانستان په اړه د یوناما له مشر سره د چین د سفیر مشوره

ډید خبري اژانس: په کابل کې د چین نوي سفیر د یوناما له مشر سره د افغانستان د وضعیت په اړه د نظر تبادله کړې ده.

په ورته وخت کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د جوړېدو په حال کې وه، په افغانستان کې د چین سفیر ژاو ژینګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له مشرې روزا اوتونبایوا سره وکتل.

د چین سفارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو خواوو د افغانستان پر روان وضعیت او د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د همکاریو د پیاوړتیا په اړه د نظر تبادله وکړه.

باید وویل شي، چې د چین نوي سفیر کابل ته له رسېدو وروسته له یو شمېر طا-لب چارواکو سره هم کتلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا