اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستنړۍ

د افغانستان په اړه د منځنۍ آسیا له چارواکو سره د امریکايي استازو مشوره

ډيډ خبري آژانس: په افغانستان کې د امریکا ځانګړي استازي د منځنۍ آسیا د هېوادونو له چارواکو سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو، امنیت، سوداګرۍ او بشري اړتیاوو په اړه غونډه او خبرې اترې وکړې.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له افغانستان سره د منځنۍ اسیا هېوادونو له مرستو مننه کړې او په یوه ټوېټ کې یې لیکلي: د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ لپاره د څه ډول هڅونې په اړه نظرونه څېړل شوي.

نوموړي دغه راز د قزاقستان د ښځو د تعلیم او سوداګرۍ له مشرانو سره د لیدنې خبر هم ورکړ چې له خپلو افغان خویندو سره یې پیوستون څرګند کړ.

اميري زياته کړه: دوى ژمنه وکړه چې د خپل حکومت ترڅنګ به د زده کړو او تشبث په برخه کې د افغان ښځو ملاتړ کوي.

توماس ویست په یوه ټویټ کې دا هم ویلي، چې په آستانه کې یې د ۳۵+۱ په غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان جمهوریت، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له همکارانو سره وکتل او له افغانستان سره یې د ګډو مرستو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: زه غواړم له هر یو څخه مننه وکړم چې د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري اړتیاوو په شمول په مهمو موضوعاتو کې یې د نظرونو تبادله وکړه.

باید وویل شي، چې امریکايي استازو په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د خبرو لپاره قطر او قزاقستان ته خپل نوي سفرونه پیل کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا