اسلایدشوروستي خبرونهسیاست

د افغانستان په اړه د لاوروف او ال ثاني خبری اتری

د دید خبري آژانس: د قطر د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه سلا مشورې کړې او د قطر د امیر لیک یې پوتین ته سپارلی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د قطر لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني د افغانستان، سوريې، ليبيا، سوډان او فلسطين پر وضعيت تمرکز درلود او پر نړيوالو مسايلو يې خبرې وکړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ: د افغانستان، سوریې، لیبیا، سوډان او د فلسطین د سیمو د حالاتو په هکله د نړیوالې او سیمه ایزې اجماع په هکله هم جدی پاملرنه شوې ده.

د بیانیه په دوام کې راغلي: په دې خبرو کې د روسیې او قطر ترمنځ د څو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه مفصلې خبرې وشوې. د سیاسي ډیالوګ د ټینګولو او د متخصصو اقتصادي او پانګوالو ادارو له لارې د اړیکو د رامنځته کولو پر متقابل هوډ ټینګار شوی دی.

د غونډې په پای کې لاوروف په روسیه کې د قطر سفیر احمد بن ناصر بن جاسم الثاني ته د روسیې او قطر د اړیکو په پیاوړتیا کې د ګډون له امله د دوستۍ جایزه ورکړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې پر مهال د قطر د امیر یو لیک هم استولی دی.

په دې لیک کې د دوه اړخیزو اړیکو، د انرژۍ په برخو کې ګډې ګټې، د خوړو خوندیتوب او د نړیوالې سولې او امنیت اړوند موضوعات شامل دي.

باید وویل شي، چې الثاني تېره اوونۍ مسکو ته سفر کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا