د افغانستان په اړه د امریکا، پاکستان او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو مشوره
دید خبری اژانس: د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له خپلو قطری او پاکستانی سیالانو سره د افغانستان په اړه سلامشورې وکړې.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د اوکراین د جګړې پر پرمختګونو، په افغانستان کې پر پرمختګونو، د افغانستان له خلکو د ملاتړ پر لارو چارو او د ایران د اټمي موافقې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
په همدې حال کې انتوني بلینکن په یوه ټویټ کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره د ټیلیفوني خبرو په اړه اعلان وکړ.
هغه لیکلي: د امریکا متحده ایالات له پاکستان سره د رغنده، دیموکراتیکو او بریالۍ ملګرتیا ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: ما له بوټو زرداري سره د پاکستان د اقتصادي بیارغاونې او د افغانستان په ګډون د ګډو سیمه ایزو اندیښنو په اړه زموږ د ملاتړ په اړه «ښه» خبرې وکړې.
باید وویل شي، چې قطر او پاکستان د افغانستان د سولې پر بهیر او واک ته د طا-لبانو په راتګ د پام وړ اغېز کړی دی.