دید خبرې آژانس: امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په ټېلفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو، د سیمې د امنیت او د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو ټېلفوني خبرو کې په افغانستان کې د امریکا د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو په تړاو هم خبرې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو مشرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزیر روبیو په افغانستان کې د امریکا د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو د مسئلې پر حل ټینګار وکړ.»
ډانلډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال او د امریکا د ولسمشر په توګه د خپل کار تر پیلولو وروسته، تل په افغانستان کې د امریکا د پاتې پوځي تجهیزاتو پر بېرته اخیستو ټینګار کړی او په دې وروستیو کې امریکا ته د بګرام د هوایي اډې د سپارلو په تړاو هم راپورونه خپاره شول، چې د اسلامي امارت له لوري په کلکه رد شول.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند هم د پوځي تجهیزاتو د بېرته اخیستو او د بګرام د هوایي ډګر په تړاو د ټرمپ خبرې خیالې بللې وې او ټینګار یې کړی و، چې دغه تجهیزات اوس په افغانانو پورې اړوند دي.