اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د افغانستان پر رسنيو د طا-لبانو تازه محدوديتونو

دید خبرې آژانس: طا-لبانو په یوه نوي اقدام کې پر رسنیو د خپلو بندیزونو په لړ کې په کورنیو رسنیو کې پر ژونديو سیاسي خپرونو بندیز ولګاوه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یوې سرچینې دا خبره تایید کړې او ويلي يې دي، چې د سه شنبې په ورځ د رسنیو مسٶولینو له طا-لبانو سره په لیدنه کې دغه بندیز د یوې اونۍ لپاره منلی او له ثبتولو وروسته به سیاسي خپرونې خپروي.

په کورنیو رسنیو کې ځینې سرچینې تاییدوي چې د طا-لبانو استخباراتو همداراز کورنیو رسنیو ته خپل کارپوهان او باوري کسان معرفي کړي او له هغوی یې غوښتي چې د طا-لبانو منتقدين خپرونو ته ونه بلي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دې اړه وايي:«دوی د شنبې په ورځ د رسنیو له مسوولینو سره غونډه وکړه، پرېکړه وشوه چې رسنۍ به تر یوې اونۍ پورې مني او دوی ویلي چې په دې اړه باید نور بحثونه وشي او وروستۍ پایلې ولري. نتیجه به وروسته څرګنده شي.»

په کورنیو رسنیو کې ځینو سرچینو وایی چې د طا-لبانو استخباراتو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ د کورنیو رسنیو تر غوږونو تېره کړې، چې هیڅ سیاسي خپرونه بايد پر رژیم نیوکه ونه کړي.

خبریال مصطفی شهریار وايي: «له بده مرغه خبریالان له سانسور او ځان سانسورولو سره مخ دي. یو یې د حکومت له خوا سانسور دی او بل یې متخصصین دي چې دا یې عملي کوي او نه شي ویلای چې رښتیا څه دي.»

د طا-لبانو دغه بندیز د خبريالانو د ملاتړو سازمانونو او د سیاسي پروګرامونو کوربنو له غبرګون سره مخ شوى دى.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب بنسټ په هېواد کې د ژوندیو سیاسي خپرونو بندول سانسور او د رسنیو له ازادۍ څخه جدي سرغړونه ګڼي او په خبرپاڼه  کې یې ټینګار کړی چې طا-لبانو همداراز رسنیو ته کارپوهان او باوري کسان معرفي کړي دي.

د سیاسي خپرونو یو شمېر پخواني کوربه وايي، طا-لبان د خپلو منتقدینو له غږونو ډارېږي او غواړي دا ډول غږونه خاموشه کړي.

د سیاسي خپرونو پخوانۍ کوربه نصرت منصور وايي: «هره ورځ پر رسنیو محدودیتونه د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ لپاره موجودې هیلې له منځه ولاړې شي او اوس دا مسٶولیت د نړۍ پر غاړه دی چې د خلکو غږ له هره ادرسه درک کړي.»

بل خوا په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي چې طا-لبانو پر رسنیو ډېر محدودیتونه لګولي او خبریالان نه شي کولای د طا-لبانو د خوښې خلاف راپورونه چمتو کړي.

خبرياله بصيره وايي: «اوس مهال د خبريالانو لپاره محدوديتونه او ستونزې په ځانګړې توګه دا دي چې موږ يو خبر په سمه توګه تر لاسه کولای شو، خو نه يې شو خپرولى، ځکه چې موږ بايد هغه څه نشر کړو چې موږ ته ويل کېږي.»

خو په کورنیو رسنیو کې سرچینې وايي چې طا-لبان د ژبې او د دانشګاه  او دادګاه په څېر کلمو د بدلون په هڅه کې دي.

دغه سرچینې ټینګار کوي چې طا-لبان په منظم ډول پر رسنیو فشار راوړي چې د دانشګاه، دانشکده، دادګاه، د پوځ مشر په څېر د کلمو د کارولو مخه ونیسي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ځينو رسنيو مسوولينو هم دا فشار منلى او ټينګار يې کړى، چې په دې وروستيو کې دې له دغو الفاظو له کارولو ډډه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا