د افغانستان وضعیت؛ یوناما به درې ورځې وروسته په امنیت شورا کې مشورتي غونډه جوړه کړي
دید خبري آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی (یوناما) ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۶) د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړه کړي.
د امنیت شورا په کاري پروګرام کې ویل شوي، چې یوناما به په همدې ورځ یوه خبري غونډه هم وکړي.
د دغې مشورتي غونډې د کاري اجنډا او د ګډونوالو په اړه لا نور معلومات نه دي خپاره شوي.
د یوناما دغه غونډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې څو ورځې وروسته د امنیت شورا په دفتر کې جوړېږي.
تمه ده چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د رايې وهلو د پرمختګ په اړه به په راتلونکي خبري کنفرانس کې وضاحت وشي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډه د دوشنبې په ورځ (د کب ۷ مه) د مشخصو پایلو او پرېکړو له رسمي اعلان پرته د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د امنیت شورا د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه راپور غړو ته وړاندې کړ، خو په دې اړه یې له نورو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.