د افغانستان لپاره د چین او منځنۍ اسیا هېوادونو هوکړه
دید خبرې آژانس: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د چین او منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزایرانو په پنځمه غونډه کې ویلي چې، بيجینګ او د منځنۍ اسیا هېوادونو هوکړه کړې چې، له افغانستان سره سولې، ټیکاو ته د رسېدو او بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په وینا، ښاغلي یي په دغې غونډه کې ټينګار کړی چې، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو هوکړه کړې چې، له ترهګرۍ، وېش غوښتنې، افراط پالنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو د لاسوهنې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.
ښاغلی جیان په دې هکله وايي:«موږ باید د نړۍوال امنیت د نوښت پر بنسټ فعالانه عمل وکړو، د ترهګرۍ، افراط پالنې او وېش غوښتنې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو، د منځنۍ اسیا د هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو ځواکونو د لاسوهنې او په دې سیمه کې د ګډوډۍ رامنځته کولو له هڅو سره مخالفت وکړو او له افغانستان سره مرسته وکړو چې، ژر تر ژره سولې، ټيکاو ته ورسېږي او بیا ورغول شي.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې، تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي و چې، د دغه هېواد د هڅو په پایله کې داسې اجماع رامنځته شوې چې، نړۍواله ټولنه باید له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.
چین له هغو لومړیو هېوادونو دی چې، په بيجینګ کې یې په رسمي توګه د سرپرست حکومت سفیر ومانه او تر دې وړاندې په کابل کې، د چین سفیر ویلي و چې، چین له سرپرست حکومت سره لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو ته چمتو دی.