اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

د افغانستان لوړ پوړي پلاوي پاکستان ته تللي

دید خبرې آژآنس: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، پاکستان ته سفر وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په یاد پلاوي کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د تسهیل ریاست، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو او راستنېدونکو چارو، ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او همدا رنګه د کرنیزو تولیداتو او د سوداګرۍ او پانګونې د خونو استازي شامل دي.

د افغان پلاوي د دغه سفر موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انتقالاتو پر وړاندې د شته خنډونو څېرل او لرې کول او دغه راز، پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پورې اړوند ننګونو او ستونزو د حل په اړه خبرې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button