اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د افغانستان له ګاونډیانو د امریکا غوښتنه: له کډوالو سره د چلند په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي

دید خبري آژانس: امریکا د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅول چې کډوال ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې د پاکستان په ګډون یې د افغانستان ګاونډیان په کلکه هڅولي چې هغو افغانانو ته چې د امنیت په لټه کې دي د ننوتو اجازه ورکړي.

واشنګټن د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې له کډوالو سره د چلند په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي.

پاکستان د نوامبر لومړۍ نیټه د سلګونو زرو افغانانو په ګډون ټولو غیرقانوني مهاجرینو ته له هیواد څخه د وتلو یا د اخراج سره مخ کیدو نیټه ټاکلې ده.

د اسلام اباد په وینا په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷۳ میلیونه افغانان د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

پاکستان هم ادعا کوي چې افغان اتباعو سږ کال تر سلو زیات ځانمرګي بریدونه کړي دي.

پاکستان په ۱۹۷۹ کال کې پر کابل د پخواني شوروي له یرغل راهیسې تر ټولو ډېر افغان کډوال مېشت کړي دي.

اسلام اباد وايي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۴،۴ میلیونو ته رسېدلی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې د طا-لبانو له خوا د افغانستان تر واکمنۍ وروسته شاوخوا ۲۰،۰۰۰ یا تر هغه زیات افغانان په پاکستان کې دي چې د امریکا د ځانګړي مهاجرت ویزو (SIVs) یا په متحده ایالاتو کې د مهاجرو په توګه د بیا میشتیدنې لپاره د خپلو غوښتنلیکونو د پروسس کولو په تمه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي: موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیانو څخه په کلکه غواړو چې هغو افغانانو ته چې د نړیوال ملاتړ په لټه کې دي د ننوتو اجازه ورکړي او د بشري مرستو د رسولو لپاره له نړیوالو بشري سازمانونو سره همغږي شي.

په هرصورت، پاکستان وايي چې د شړلو پروسه منظمه او مرحله ده، د هغو کسانو څخه پیل کیږي چې جرمي ریکارډونه لري.

طا-لبانو ویلي دي چې د افغان مهاجرینو د ایستلو په اړه د پاکستان گواښ د منلو وړ نه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا