د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند له طرحې د هېوادونو ملاتړ
دید خبرې آژانس: د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي اعلان کړی چې د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړېدو په تړاو د ټولیز امنیت سازمان د طرحې ملاتړ کوي.
سرګي لبدیف په مسکو کې د خپلواکو همګټو هېوادونو د امنیت شورا د منشیانو غونډې ته وایي چې هیله لري، د دغو هېوادونو هڅې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو د فعالیتونو، د نشه يي توکو د قاچاق، د وسلو د قاچاق او په سیمه کې د ناقانونه کډولی له کمښت سره مرسته وکړي.
د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي، سرګي لبدیف ویلي:«موږ هیله لرو چې د دې ډلې کار د سیمې د وضعیت په شنډولو کې چې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو له فعالیتونو، د نشه يي توکو او وسلو له قاچاق او ناقانونه کډوالۍ سره تړاو لري، مرسته وکړي.»
طا-لبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړېدوطرحه په لومړي ځل د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې د تاجېکستان د ولسمشر امام علي رحمان له خوا په دوشنبې کې د ټولیز امنیت تړون د سازمان په ځانګړې غونډه کې وړاندې شوه.