اسلایدشوافغانستانورزش او ځوانان

د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې نوی پړاو

دید خبرې آژانس: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن سهار (سې شنبه، چنګاښ ۵) بنګلدیش ته د ماتې ورکولو سره د نړۍوال شل اوری جام نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

په دغه لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې بنګلدیش ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د بنګلدیش کرېکټ ملي لوبډلې د ۱۷،۵ اور په ترسره کولو سره او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره و نه کړای شول چې د افغانستان له لوري ورکړ شوی هدف پوره کړي او یوازې ۱۰۵ منډې یې جوړې کړې.

د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۱۶ منډې هدف وټاکه.

په لوبغالي کې د ورښت له امله وروسته بیا ۲۰ اورونه ۱۹ اورونو ته راټيټ شول او د هدف دوه منډې هم راکمې شوې.

راشدخان او نوين الحق ۴ وېکټې او محمد نبي او ګلبدین د یوې یوې وېکټې په ترلاسه کولو سره د بنګلدیش لوبډلې ټول لوبغاړې وسوځول.

افغانستان به اوس په نیمه پایلوبه کې له سوېلي افریقا سره لوبه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا