دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د «کامایر» شرکت له رئیس زمري کامګار او د «ایریل کام» شرکت له رئیس نادربابایوف سره کتلي دي.

د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو او د جوزجان ولایت د طوطي میدان ساحې د ګازو پر قرارداد خبرې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزیر، د قرارداد او د يادې سیمې د اکتشاف او استخراج په اړه د خبرو ترڅنګ، د هېواد د کانونو له قوانینو سره سم د همکارۍ ژمنه کړې ده.