اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو اندېښنې

دید خبرې آژانس: د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د بېلابيلو هېوادونو استازو د طا-لبانو له لوري د امربالمعروف د نوي قانون، پر ښځو د بنديزونو او د وسله والو ډلو پر فعالیت اندېښنې وښودې او د طا-لبانو دريځ يې وغانده.

د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي ترڅنګ، د امنيت شورا غړو هېوادونو برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې چین او روسيه هغه دوه هېوادونه وو، چې د خپلو نظرونو په ډېرو برخو کې يې د طا-لبانو پلوي کړې ده.

برېتانيا

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د برېتانيا استازې د طا-لبانو د امربالمعروف نوی قانون وغانده او د خپل هېواد د بهرنيو چارو د وزير له قوله يې وویل: «دا د افغانستان د خلکو او ښځو لپاره يوه غمجنه ضربه ده».

د برېتانیا استازې زياته کړه، چې طا-لبان دې د خپلو ژمنو د پوره کولو پرته د نړۍ څخه د ښو تمه نه کوي.

چين

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د چين استازي وویل، چې داعش او نورې وسله والي ډلې په افغانستان کې فعاله دي او باید د همدې «ترهګرو ډلو» پر وړاندې د طالبانو ملاتړ وشي.

دغه استازي وويل، چې دا مهال په افغانستان کې دا/عش، القا/عده او د ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې فعاليت لري، چې سيمې او نړۍ ته ګواښ دی.

دغه استازي له نړۍ وغوښتل، چې د افغانستان سره په بشري برخه کې مرستې زياتي کړي.

نوموړی د طا-لبانو د امربالمعروف د نوي قانون د غندولو څخه ډډه وکړه او په امنيتي او اقتصادي برخه کې يې د طا-لبانو کړنې وستايلې.

چين له طا-لبانو وغوښتل، چې د ښځو اساسي حقونو ته پام وکړي؛ خو زياته یې کړه، چې د هېوادونو په نيوکو په افغانستان کې د وضعت په بدلون کې مرسته نه شي کولی.

فرانسه

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د فرانسې استازي هم د طا-لبانو د امربالمعروف نوی قانون د ښځو پر وړاندې د ظلم يو بل پړاو ياد کړ.

نوموړي وويل، چې طالبانو د دې قانون په پلي کولو سره ښځې له عامه ډګره ايستلي دي.

هغه په دې اړوند زياته کړه: «طا-لبان د نویو قوانینو په پلي کولو سره ښځې له عامه ډګره ایستلي او دا کار یې جنسیتي ځورونه ده، چې د بشریت ضد جرم دی.»

فرانسې له امنيت شورا وغوښتل، چې پر طا-لبانو فشار راوړي؛ تر څو د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي وويل، چې داعش او القا/عده ډلې په افغانستان کې فعاله دي، چې ټولو هېوادونو ته لوی ګواښ دی.

امريکا

په دې غونډه کې د امريکا استازي وويل، چې ملګري ملتونه بايد د افغانستان لپاره ژر ځانګړی استازی وټاکي.

طا-لبانو تر دې مخکې د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی و.

د امريکا استازي د طا-لبانو د امربالمعرف نوي قانون ته په اشارې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن وبللی او زياته يې کړه، چې دغه قانون د ښځو په وړاندې بنديزونه او محدويتونه زيات کړي دي.

«د طا-لبانو دا بندیزونه جنسي ځورونې دي.»

نوموړي وويل، چې طا-لبان په دې قانون سره د يوه «فاسد او استبدادي نظام» پر لور روان دي.

روسيه

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د روسيې استازي له افغانستان د لويديځو ځواکونو وتل شرم ناکه وبلل او زياته يې کړه، چې طا-لبانو د لویديځو هېوادونو وړاندوينې ناسمې ثابتې کړې.

په امنيت شورا کې د روسيې سفير وويل: «مسکو د سیمه ییزو اړیکو او همکاریو د ښه کولو لپاره د طا-لبانو له هڅو خوښ دی.»

نبنزیا زياته کړه، چې طا-لبان د لويديځ له مرستو پرته د افغانستان د پرمختګ لپاره خپله لار تعقيبوي.

نوموړي له لوېدیځو هېوادونو او نورو حکومتونو وغوښتل، چې له طا-لبانو سره په خبرو کې د فشارونو او ګواښونو پر ځای له زغم څخه کار واخلي.

نوموړي په افغانستان کې د دا/عش ډلې اړوند د ملګرو ملتونو د ارزونې سره موافقه وښوده.

د یادوني وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش هم د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړې.

ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ په افغانستان کې د اوسني استبدادي رژیم په چوکاټ کې د توکمیزو ډلو پر وړاندې د ټولو بشري حقونو سرغړونو او تبعیض په اړه ژور اندېښمن یو.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا