اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د افغانستان د سوداګرو د نفتو ۸۰ سلنه زېرمې په دوغارون کې سوځېدلي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ایران په دوغارون سرحدي سیمه کې د تېلو په یوه زېرمه کې د اورلګېدنې له امله د افغان سوداګرو د تېلو ۸۰ سلنه زېرمې سوځېدلې دي.

د ایران د خراسان رضوي د بحرانونو د عمومي مدیریت مشر رضا عباسي نیشاپوري له دې مخکې تایید کړه چې د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۵ مه) د دوغارون په ګمرک کې یوه لویه اورلګیدنه رامنځته شوې ده.

ایراني رسنیو ویلي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د افغان او ایراني تېلو درېیو ټانکرونو اور واخيست.

سیمه ییزو ایراني چارواکو ویلي چې اورلګېدنه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او د امنیتي تدابیرو د نه مراعاتولو له امله رامنځته شوې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دوغارون ګمرک د دوشنبې په ماسپښین له اور لګېدو وروسته وتړل شو.

د یادولو وړ ده چې د دوغارون پوله چې څه د پاسه سل کلن تاریخ لري د ایران او افغانستان تر منځ یو له مهمو سوداګریزو او سرحدي تبادلو څخه شمېرل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا