اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د افغانستان د سوداګرو د شورا رییس د امریکا او برېټانیا له چارواکو سره لیدنه

دید خبرې آژانس: په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس د افغانستان لپاره د امریکا او بریتانیا د سفارت له مسوولینو سره د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په تړاو خبرې اترې کړي دي.

 د دې شورا رئیس حاجي عبیدالله صدرخېل له کرن ډېکر سره په خپله کتنه کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په ځانګړې توګه د پیسو د لېږد او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په تړاو بحث کړی دی.

ښاغلی، حاجي عبیدالله صدرخېل په دې اړه وايي: له کرن ډېکر سره مو کتنه درلوده او د هغو مسایلو په اړه مو خبرې وکړې چې زموږ سوداګر یې لري. که په بهر کې دي او که په هېواد کې دي، او هغه ستونزې چې سوداګر یې لري لکه د ویزو مشکل او د لارو ستونزې او څه ډول کولای شو افغانستان ته درمل او نور مواد ورسوو.

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا اقتصادي محدودیتونو خصوصي سکتور ته زیان اړولی دی او اړتیا ده چې دغه محدودیتونه لېرې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی بیا وايي: کومې پیسې چې نړۍوالې ټولنې یې د جمهوریت پر مهال ژمنه کړې وه او خصوصي سکټور ته یې ځینې پروژې ورکړې وې، له اتیا میلیارده افغانیو زیاتې دي، ډیری انوایس یې اخیستل شوی او پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. خو ځینې پروژې نیمګړې پاتې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، میر شکیب میر هم وايي: په افغانستان کې درې کلن بندیز پر سوداګرۍ او پانګونې منفي نامطلوب اغېز کړی دی. په افغانستان کې د اقتصادي ودې او نورو برخو لپاره د دغو بندیزونو لرې کول ډېر مهم دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په شنبې او یکشنبې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا یوه غونډه جوړه کړه چې د نړۍوال بانک، ملګرو ملتونو او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د استازو په ګډون د نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه لرله.

په دې غونډه کې د بانکوالۍ او مالي سکتور، د کانونو، تولید او صنعت په برخو کې د بهرنیو د مستقیمو پانګونو او د افغانستان اوسنیو ستونزو ته د نړیوالې ټولنې د رسیده ګۍ د څرنګوالي او هېوادوالو ته د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو د څرنګوالي په تړاو خبرې وشوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا