اسلایدشوافغانستانخبردرملروغتیا

د افغانستان د روغتیايي نظام په اړه د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان یا (WHO) رییس خبرداری ورکړی، چې د هېواد روغتیايي سیستم سخت کمزوری شوی او د درملنې د لګښتونو ډېره برخه پر خلکو ده.

اډوین سنیزا سالواډور، له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان د بشري او روغتیايي مرستو له پلوه هېر نه‌کړي.

نوموړي وویل:«په افغانستان کې شاوخوا ۷۹ تر ۸۰ سلنې د روغتیايي مراقبتونو لګښتونه په مستقیم ډول د خلکو له خوا ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې یوازې ۱۹ سلنه یې نړۍواله ټولنه ورکوي، او د سرپرست حکومت ونډه په دې برخه کې یوازې یو سلنه ده.»

د روغتیا نړۍوال سازمان دا لوړپوړی چارواکی د نړۍوالو مرستو سخت کمښت په ځانګړې توګه د امریکا له لوري د مرستو بندېدو ته چې د ټولو مرستو ۴۷ سلنه جوړوي، په نغوتې سره ویلي اړه وویل، د نورو هېوادونو له هغې ډلې د اروپايي ټولنې او خلیجي هېوادونو د ملاتړ د جلب لپاره هڅې دوام لري.

اډوین سنیزا سالواډور زیاتوي:«د اروپايي ټولنې په څېر مرستندویانو سره ملګرتیا باید پیاوړې شي او همداراز، خلیجي هېوادونه یا نور دولتونه چې تر اوسه یې محدودې مرستې کړې دي، وهڅوو چې د ټولیزو خبرو اترو له لارې، د امریکا د مرستو له درېدو وروسته، دا تشه ډکه کړي.»

له دغو خبرداریو سره سره، د عامې وزارت د غويی پر لسمه اعلان وکړ، چې د روغتیايي نظام د ځان بسیاینې هڅې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند ډاډ ورکړی، سره له دې چې ځینې هغه مرکزونه تړل شوي چې پخوا یې د نړۍوالو بنسټونو له خوا ملاتړ کېده؛ خو بیا هم په هېواد کې روغتیايي خدمتونه پایېدونکي پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button