د افغانستان د حالاتو په اړه د قطر او برتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو سلا مشورې
دید خبری آژانس: د قطر او انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د حالاتو او له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه نظرونه تبادله کړل.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر جیمز کلیورلي سره په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د دغه هېواد له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر اهمیت خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په ځانګړي ډول د ستراتیژیکو خبرو اترو پر چمتووالي، د فلسطین په وروستیو پرمختګونو، د سوریې پر وضعیت او د ایران د اټومي موافقې په اړه هم خبرې وشوې.
ال ثاني په دې وروستیو کې له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د دوام اړتیا د دغو خبرو له محورونو څخه وه.
قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له طا-لبانو سره نږدې اړیکې لري او د دغې ډلې او غربي هېوادونو ترمنځ د منځګړي په توګه هم کار کوي.