اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د افغانستان د امنیت څار: په تېره یوه میاشت کې ۱۱۵ کسان وژل شوي او ټپیان دي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د امنیت د څار ادارې په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې تېره میاشت (جون) په هېواد کې په امنیتي پېښو کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

طا-لبانو تل ویلي چې دوی په ټول افغانستان کې امنیت تامین کړی او هیڅ فرد یا ډله نشي کولای امنیت ګډوډ کړي.

خو د افغانستان د امنیت د څار ادارې په خپل راپور کې ویلي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې ۳۳ امنیتي پېښې شوې دي.

د يادې ادارې د موندنو له مخې، په دغو پېښو کې د ملي مقاومت جبهې، د ازادۍ جبهې او د نورو ډلو  بريدونه  شامل دي.

دغه اداره وايي، د جون په میاشت کې د مقاومت جبهې ۲۱ بریدونه، د ازادۍ جبهې اته بریدونه  او څلور نور د نامعلومو ډلو له خوا شوي دي.

په راپور کې راغلي چې دا/عش په تېره یوه میاشت کې د کوم برید مسوولیت نه دی منلی.

د افغانستان د امنیت د څار په راپور کې ویل شوي: «د طا/لبانو ضد جبهې د بریدونو له جملې څخه ۱۲ بریدونه د ملي مقاومت جبهې او ۱ د ازادۍ جبهې په غاړه اخیستي دي او د کومې بلې سرچینې له خوا نه دي تایید شوي.» نورې پیښې یا هم مستند شوي یا د بیلابیلو ادارو لخوا تایید شوي دي»

د افغانستان د امنيت څار اداره وايي، چې په ناپېژانده بريدونو کې يو يې  د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو پر يوه قوماندان هارون ضرار ګنډه پور باندې د بې پيلوټه الوتکې په واسطه او بل يې د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د پاکستاني طالبانو د يوه بل غړي عبدالمنان الياس چې په حکيم  الله مشهور و، پر کور شوى دى.

دغه اداره وايي، د دې پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې تېره میاشت په لسو ولایتونو کې بریدونه ثبت شوي دي، چې په کابل کې ۱۷، په هرات کې ٥ ، بغلان کې ٢، کونړ ٢، فراه کې ٢ او نورستان، پکتیکا، پروان، پنجشیر او تخار کې يو يو بريد شوى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا