اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د افغانستان د اماني صندوق درې سوه میلیونه ډالره ګټه کړې دی

دید خبرې آژانس: شاه محمد محرابی د افغانستان د اماني صندوق یوه غړي وایي چې دغه صندوق تر اوسه څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې.

شاه محمد محرابي د دغه صندوق د جوړولو موخه د ۳.۸ میلیارد ډالرو ساتنه او پالنه ګڼي.

هغه طلوع نیوز ته ویلي، د افغانستان اماني صندوق د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي پر ۲۴مه سویس کې د درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو شتمنیو د ساتلو په موخه جوړ شو.

د افغانستان د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړي، شاه محمد محرابي و ویل: « د افغانستان اماني صندوق د امانتدار او لارښوونکي په توګه، زما رول دا دی چې  د دغو پېسو د هرډول ګټې په ګډون چې کوي یې، د هغو ساتنه وکړم او دا ډاډ تر لاسه کړم چې د مالي ثبات د ساتلو له اصلي موخو سره سمې کارول کیږي.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته د امریکا او اروپا په بانکونو کې د  هېواد څه باندې نهه میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا