افغانستانروستي خبرونه

د افغانستان د اسلامي  حزب  د مشر ګلبدین حکمتیار  سکرتر  حاجي فرید ووژل شو

 

د افغانستان اسلامي  حزب  ویلي دي چې  د یاد شوي  ګوند  د مشر حکمتیار  سکرتر حاجي  محمد فرید  نن  سهار  هله  ووژل شو چې د سهار لمانځه نه وروسته  د جومات نه د راوتو په حال کې وو چې د ناپیژانده کس یا کسانو لخوا پرې  برید وشو.

نوموړی  نن  سې شنبه  د مې ۳۰ مه  د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې ووژل شو.

د  افغانستان د شمشاد تلویزیون  د خبر له مخې  حاجي محمد فرید  د اسلامي حزب  د مخکښو قومندانانو  او حکمتیار د ډیر نږدې کسانو  څخه وو.

همداشان حاجي محمد فرید  د ګلبدین حکمتیار  سره  خپلولي هم  درلودله. حاجي فرید  لور  د ګلبدین حکمتیار  مشر  زوی  ته  ناسته ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا