افغانستانروستي خبرونهشننه

 د افغانستان تعلیمي نصاب پاکستانی دی

تعلیمي نصاب د زده کوونکو په رویه، سویه او روحیه مستقیمه اغیزه لري؛ همدا نصاب دی چې  زده کونکي د زده کړې سره اشنا کوي او د جهالت له تیارو یې ژغوري. له نالوستو او ناپوهو یې جلاکوي. موږ له پخوا په تعلیمي نصاب کې زیاتې ستونزې لرلې، په پردي پاکستان کې افغاني مهاجرو ته  په چمتو شوي نصاب کې هم د افغان  زده کونکو د رواني زده کړې خیال نه وو ساتل شوی؛ وطن پالنه یې ورته په ټوپک پالنه، توره پالنه او جهاد پالنه ورزده کوله. همدادلامل و چې ګڼو افغانانو هیواد پالنه او هیوادنۍ مینه نه لرله او لاتراوسه لدې اصیلې خاصې محروم دي.  د موقت حکومت له پیله دیته اړتیا پیدا شوه چې هاغه پخوانی تعلیمي نصاب بند او پرځای یې افغان زده کونکو لپاره نوی معیاري تعلیمي نصاب برابر شي او په ټولو ښوونخیو کې  يې تدریس لازمي شي، چې همداسې وشول. دا سلسله د خصوصي سکتور په پراخولو کې خصوصي ښونځیو ته هم وغځیده او ټول خصوصي ښوونځي یې پر پلي کولو مکلف شول. خو خصوصي ښوونځیو د دولتي ښوونخیو سره د توپیر په خاطر د ددې نصاب ترڅنګ د (تقویتي مضامینو) په نوم ځینې مضمونونه په شته نصاب ور اظافه کړل، خو ددې کار لپاره یې کوم خاص معیار نه لاره. او د پوهنې وزارت له لورې پرې کوم مکلفیت  هم نه وو هر ښوونځي په هرځای کې خپل د خوښې ( تقویتي مضامین) غوره کړل او زده کونکي يې په لوړ قیمت اخیستلو او یادولو ته مجبور کړل …

دا چې ګن شمیر خصوصي ښوونخي تجارتي بڼه لري او د کیفیت د اصل پرځای په کمیت باور لري خپل تعلیمي مواد له پاکستانه  په ارزانه بیه هیواد ته راواردوي، چې ګڼې جدي او بنستیزې ستونزې له ځان سره زیږوي.

…. دشپې په کور کې کوچنیانو چې د (لیسه عالی خصوصی جهان) زده کوونکي دي پر انګلش کتاب پراته وو، یو یې درس په لوړ غږ لوسته:

(Independence Day a Great Festival) عبارت مې ترې واورید. زه متوجه شوم، دوی ته نژدی راغلم. یو دم مې د (علي جناح) پرانځور چې د پاکساتان بیرغ سره ترسیم شوی و سترګې ولګیدې. ځیر شوم؛  لیکي یې و:

“۱۴th of August is good fun and time to celebrate “ډیر زیات حیرانه اوپریشانه شوم! ومې انګیرله چې ګواکې موږ لا په پاکستان کې مهاجر یو! موږ کابل کې نه یو!  ځکه د غازي امان الله خان پرځای مې د انګریز (جناح) پر انځور سترګې لګیدلې وې!  په بیرغ کې مې ممبر محراب او کلیمه نه وو پیدا کړي! مجبور شوم؛ کتاب مې ترې  راواخیست سر تر اخره مې له سترګو تیر کړ؛ هر لوست او هر انځور پکې  پاکستانی وو. د افغانستان د تاریخ  او کلتور پکې هیڅ نه وو انځور شوي. هرڅه پردي وو! هلته بزګر د پرتوګ پرځای (لنګ) وهلې وو! هلته پګړۍ بې شملې وه! زده کوونکي مې وپوښتل دا پردی کتاب ولې لولئ ؟ ستاسې يې له ( چهودا اګست او جناح) سره څه؟

راته یې کړه : لالا، نن مو استاد راته  په ښوونځي کې دا درس راکړ، موږ یې باید اوس زده کړو، ځکه امتحان پکې اخلي!

زه ددوی پر خبرو بیخي حیران شوم. د خصوصي ښوونځیو پر حال مې افسوس وکړ. مجبور شوم چې دا څو کرښې پرې ولیکم که ګوندې  د پوهنې وزارت ویده او بې غوره چارواکي پرې راویښ کړم.

دا جدي ستونزه  یواځې د کابل په معارف کې نده، په ګڼو ولایتونو کې پردي نصابونه؛ هغه چې زموږ له تاریخ کلتور او عنعناتو سره هیڅ اړخ نه لګوي، تنکیو او خالي الذهنه زیرکو شاګردانو ته تدریس کېږي د اړینې هیوادنۍ مینې او پوهې څخه پدا ډول محرومېږي. او پردي پالنې ته هڅول کېږي.

د پوهنې وزارت دې دا ستونزه تر جدي نظارت لاندې راولي او ددې بدې مروجې پدیدې مخه دې ژر تر ژره په ټول هیواد کې د خصوصي ښوونخیو له لارې بنده کړي.

حل لاره:

(Oxford Educational System) چې په ټوله نړۍ کې معیاري تعلیمي سیستم دی، چې څه موده وړاندې د ښاغلي فروتن صاحب او نورو ملګرو په هڅو له پیله تر پایه د افغاني تاریخ ، کلتور او عنعنو سره سم خاص د افغانانو لپاره چمتو شوی دی. هیله ده چې ددې  مطلق پردي نصاب پرځای د افغانستان لپاره له همدې چمتو شوي نصاب څخه د خصوصي ښونځیو په تقویتي مضامینو کې ګته واخیستل شي.

هیله! د هیوادپالنې په پار دا پوست له نورو سره شریک کړئ ، ترڅو دپوهنې وزارت ویده او بې پروا چارواکي راویښ شي.

لیکوال:روح الامین حسن

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا