اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا
د افغانستان بانک ۲۰ ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي
د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د يکشنبې په ورځ د روان کال د کب په ۵مه (۲۰) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک ویلي: په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر تېره اوونۍ هم ۲۰ میلیونه ډالره وپلورل.
دغه بانک، نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۳.۷۹ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.