اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د افغانستان بانک پلاوي د بحرین په غونډه کې ګډون وکړ

دید خبرې آژانس: د افغانستان بانک د رييس په مشرۍ یوه پلاوي د اسلامي مالي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې او د اسلامي پراختیایي بانک په نولسمه غونډه کې چې په بحرین هېواد کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري زیاتوي، د دغه بانک رييس په یاده غونډه کې اسلامي بانکولۍ ته د بانکونو د اړولو او په افغانستان کې د یوه حلال، با ثباته، شفاف او قوي مالي او اقتصادي نظام د رامنځته کېدو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلی نوري په دې اړه وايي: نوموړي د ای او ایف اي او اسلامي پراختیايي بانک او نورو بنسټونو وغوښتل چې له افغانستان سره د اسلامي بانکوالۍ د عنعنوي بانکوالۍ اړولو، روزنیزو پروګرامونو او همدا رنګه ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان بانک پلاوي د اسلامي اقتصاد په نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه مالیزیا ته سفر کړی و او هلته یې د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پیاوړتیا او د مالي بازارونو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا