د افغانستان بانک: هېوادوال دې د اقتصادی نوسانونه له پلوه اندېښنه و نه لري
دید خبرې آژانس: د افغانستان بانک، په وروستيو ورځو کې د افغانۍ پر وړاندې د ځينو اسعارو د ارزښت د لوړېدو په غبرګون، په پولي بازارونو کې نوسانونه یو معمول اقتصادي حالت بللی او له هېوادوالو څخه يې غوښتي چې له دې پلوه دې اندېښنه و نه لري.
د ياد بانک په خپره شوې خبرتيا کې راغلي دي: “د بیو ثبات او د اسعارو مبادلې د نرخ ساتنه د افغانستان بانک له اساسي موخو څخه شمېرل کېږي. خپلو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان بانک، د تېر په څېر د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.”
ياد بانک ويلي دي: “په پولي بازارونو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر یو طبعي او معمول اقتصادي حالت دی؛ نو ګرانو هېوادوالو ته اړتیا نشته چې له دې پلوه اندېښنه وکړي.”
سرچينې ډاډ ورکړی چې د افغانستان بانک کافي مالي سرچينې په واک کې لري او د بيو د ثبات، نقدینګۍ او د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.
د افغانستان بانک همدا رنګه څرګنده کړې چې دغه بانک د هېواد پولي او مالي بازارونه په دقیقه توګه څاري او که د هر ډول ناوړه ګټې اخيستنې موارد وليدل شي؛ په اړه به يې د اړوندو ادارو په همغږۍ لازم اقدامات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر، نن ۲۰ میلیونه ډالره وپلورل.
دغه بانک، نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۸.۶۶ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.