اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د افغانستان بانک: افغانی د سیمې له باثباته اسعارو ده

دید خبرې آژانس: د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د ساتنې او اقتصادي ثبات لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلې دي.

د دغه بانک تخنیکي مرستیال وایي، په تېرو کلونو کې افغانۍ د سیمې د با ثباته اسعارو په کتار کې راغلې دي.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال صدیق الله خالد وایي د اسلامي امارت د هڅو له امله، په تېرو کلونو کې افغانیو په سیمه کې ښه ثبات موندلی دی.

نوموړی له سوداګرو او خلکو غوښتنه وکړه، چې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره په خپلو ورځنیو راکړو ورکړو کې له افغانیو کار واخلي.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال، صدیق الله خالد په دې اړه وايي: په وروستیو کلونو کې، افغانی د سیمې له باثباته اسعارو څخه ګڼل شوی. دا لاسته‌راوړنه د مرکزي بانک د هڅو، د هېوادوالو د باور، د دولتي ادارو د همکارۍ او د ملي سوداګرو د ملاتړ پایله ده. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هم  په وروستیو ورځو کې د افغانیو د ارزښت د کمېدو خبرونه منفي تبلیغاتي ګڼي. 

دوی د افغانیو د ثابت د ساتلو په برخه کې  له افغانستان بانک سره د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکوي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند و ویل: «د افغانستان خلک د حکومت او مرکزي بانک تر څنګ ولاړ دي. د افغانۍ د ارزښت ساتنه او پیاوړتیا زموږ په خپل لاس کې ده، نو ګرانو دوستانو، اندېښنه مه کوئ او د الله په توکل هڅه وکړئ.» 

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي هم پر دې ټینګار وکړ چې باید د راتلونکو اقتصادي ستونزو لپاره چمتووالی ونیول شي. هغه وویل: «دا د سوداګرو، خصوصي سکټور او اسلامي امارت مسوولیت دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې خلک زیانمن نه شي او اقتصادي ثبات وساتل شي.»

په دغه پروګرام کې، د خصوصي سکټور استازو د نړۍ له لوري د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو پر ازادېدو، د سوداګریزو وېزې په برخه کې د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د سوداګریزو ستونزو پر حل، د مالیاتو پر کمېدو او د اسلامي امارت له لوري د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا