اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د افغانستان او هند ترمنځ د ۷۶۳ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې

دید خبرې آژانس: د روان هجري- لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند تر منځ د ۷۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

هند له هغو هېوادونو دی چې افغانستان له پاکستان او ایران وروسته د کراچی، چابهار، واګه او بندر عباس د بندرونو له لارې ورسره ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان هند ته د ۵۴۱ میلیونه ډالروپه ارزښت صادرات کړي او له هنده یې د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات کړي دي. 

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه زیاتوي: د ۱۴۰۳ کال په وروستیو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د راکړې ورکړې کچه ۷۶۳ میلیون ډالره ده چې په دوی کې ۵۴۱ میلیون ډالر واردات او ۲۲۲ میلیون ډالره صادرات شامل دي. په صادراتو کې ممیز، اینځر، اینجه او نور توکي وو.

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه چې د هند بازارونه د افغانستان د محصولاتو لپاره یو ښه مارکېټ ګڼي او د سوداګریزې وېزې په برخه کې سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټينګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: له هند سره زموږ اړیکې ښې دي او تر دې زیات امکانات شته چې له هند سره زموږ کورنۍ سوداګري او د هغوی واردات هم کم شوي ځکه لامل یې د ویزې نه ورکړه ده. 

یو شمېر سوداګر هم د سیمې له هېوادو  په ځانګړې توګه له هند سره د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوه ځانګړې کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کوي.

یو سوداګر، امید حیدري بیا وايي: یوه صادراتي او وارداتي سټراټيژي باید جوړه شي. کمیسیون هم باید جوړ شي. او ټولې کمېټې پکې شاملې وي. موږ بیا کولای شو د دغو کمیټو له لارې د ویزې، ټرانزیټ، سوداګرۍ او صاداراتو اړوند خپلې ټولې ستونزې حل کړو. ځکه موږ ته د صاداراتو فرصت هغه مهال پیدا کیږي چې زموږ صادرات ختم شوي وي.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هند د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال سره  د ډیپلوماټیکو اړیکو د د زیاتېدو، د سوداګرو لپاره  داسانتیاوې د برابرېدواو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې وې او د هند د بهرنیو چارو زوارت مرستیال ویلي وو، چې نوی ډيلی له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا