اسلایدشوافغانستانسیاست

د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل لپاره د کړنلارې جوړېدو لپاره د پاکستان غوښتنه

دید خبرې آژانس: د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار د افغانستان د سرپرست حکومت او د نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د تعریف په موخه د یوې پراخې او جامع کړنلارې پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي ډار په نیویارک کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له استازو سره په کتنه کې ویلي، دغه کړنلار کولای شي چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د عادي کولو څرنګوالی مشخص کړي.

د نوموړي په وینا، دا کړنلار کولای شي د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ شته ستونزې حل کړي.

د پاکستان د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې هکله ویلي:«پاکستان په دې باور دی نړۍواله ټولنه باید یوه داسې جامع سټراټېژي غوره کړي، چې د افغانستان د لنډمهالي حکومت له لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي په ګډون ترسره کېدونکي اقدامات او دغه‌راز هغه ګامونه په‌کې شامل وي، چې نړۍواله ټولنه یې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ودې او له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره پورته کولای شي، مشخص کړي.»

اسحاق ډار دغه‌راز د افغانستان د اقتصاد د بیا احیا او د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند له پاکستان سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی و او ویلي یې و، چې کله ناکله د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګاونډیتوب اصول په پام کې نه‌نیول کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا