اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

د افغانستان او ماليزيا پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې وشوې

دید خبرې آژانس: په ‏مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست نقیب الله احمدي، د دغه هېواد د فدرالي ایالتونو (کوالالمپور، پوتراجایا او لبوان) له مفتي دوکتور لقمان عبدالله سره کتلي دي.

په دې کتنه کې احمدي، د افغانستان د اوسني نظام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي، د اشغال د خاتمې ستر دلیل یې د افغانانو مبارزه او د دیني قشر فعاله ونډه بللې ده.

د فدرالي ایالتونو مفتي هم، د مالیزیا او افغانستان پر نږديوالي خوښي څرګنده کړې او له افغانستان سره يې د خپلې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په کتنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پياوړتيا، د دواړو هېوادونو پر سیاسي لیدلوري، د محاکمو اړوند او نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا