اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو د ستونزو پر حل خبرې وشوې

دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، نن په کابل کې د قزاقستان جمهوریت له سفیر “گزیز اکباسوف” سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛په دې کتنه کې دواړو لوریو په الماتا ښار کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه سوداګریز مرکز د جوړېدو، د دواړو هېوادو د سوداګرو ترمنځ د قراردادونو په تړاو د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو، په افغانستان کې د قزاقي سوداګرو د پانګونې او په کابل کې د قزاقستان سفارت له‌خوا افغان سوداګرو ته د ویزو صادرولو په برخه کې د آسانتیا رامنځته کېدو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د کتنې په پای کې، د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو او شخړو د حل پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا