دید خبرې آژانس: د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او د ملي اقتصاد د وزير «سریک ژومانګارين» په حضور کې، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریز او د همکارۍ ۲۰ هوکړه ليکونه نن په کابل کې لاسليک شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، د یادو هوکړه لیکونو پر اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه هوکړه لیکونه د ۱۴۰ميليونه ډالرو په ارزښت د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
هغه په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره د قزاقستان د مرستو او همکاریو مننه وکړه او د یادو هوکړه لیکونو پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.
هېره دې نوي چې یاد هوکړه ليکونه د لوژیستیک، درملو، فلزات او فلزي محصولاتو، منسوجاتو، موټر، د اوړه تولید، د غوښو محصولاتو، غیر الکولي نوشابو، شیریني پخولو، د کیمیاوي موادو د تولید، کرنې، انجنیرۍ او ساختماني سکټورونو کې لاسلیک شوي دي.