اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ هوايي دهلېز فعالېږي

دید خبرې آژانس: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده، نن د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال «سریک ژومانګارین» او مل پلاوي سره کتلي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرولو او افغان موټر چلوونکو ته د ویزو ورکولو په اړه خبرې شوې دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز فعال شي او هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر هم ویلي چې افغانستان او قزاقستان د یو بل په پرمختګ او همکارۍ کې ټینګه اراده لري او دا لیدنې به ښې پایلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button