اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبر

د افغانستان او ایران د سوداګریزو فرصتونو د پېژندلو کنفرانس په تهران کې ترسره شو

دید خبرې آژانس: د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو او وړتیاوو د پېژندلو کنفرانس، په تهران ښار کې ترسره شو.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دغه کنفرانس کې چې د ایران سوداګریزو چارواکو، تولیدوونکو، اقتصادي فعالانو، د اسلامي شورا د مجلس استازو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معین مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ګډون کړی و؛ د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریز ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه او شته ننګونې ارزول شوې دي.

د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین په یاد کنفرانس کې، د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي: د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي، څو د سیمې او نړۍ په بازارونو کې پراخ حضور ومومي.

هغه زیاته کړې چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ګډې همکارۍ کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې ټینګې کړي او د افغانستان او ایران لپاره د دوامداره پرمختګ بنسټ شي.

مولوي عثماني دغه راز د ایران د کرنیزو ټکنالوژیو د پرمختګ یادونه کړې او افغانستان ته یې د دغو تجربو او تجهیزاتو د لېږد زمینه د کرنې د پراختیا لپاره ګټوره بللې ده.

د کرنې وزارت معین د اقتصادي پراختیا په برخه کې د خصوصي سکټور محوري رول مهم بللی او له ایراني او نړیوالو پانګه والو څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي، ځکه چې اسلامي امارت د پانګه والو د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د هند نیمه وچې عمومي مدیر عبدالساده نیسي هم په خپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان د ایران په اقتصادي سیاستونو کې ځانګړی اهمیت لري او ټینګار یې کړی چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخول، د دغه سازمان له ستراتیژیکو لومړیتوبونو څخه دي.

هغه ۱۰ میلیارده ډالرو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړو ورکړو کچې د لوړولو خبره هم کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button