اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ ۳۵ هوکړو لاسلیک شو

دید خبرې آژانس: د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۲٫۵ مېلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې د ۳۵ هوکړه‌لیکونو له لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.

د ریاست الوزار د اقتصادي معاونیت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱ مېلیارد او ۴۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۲ هوکړه‌لیکونه د پانګونې په برخه کې او د یو مېلیارد او ۱۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳ هوکړه‌لیکونه د سوداګرۍ په برخه کې، د ملا عبدالله غني برادر او د ازبیکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف په حضور کې لاسلیک شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«نن ښه فرصت دی چې، د دواړو هېوادونو په اړیکو او اقتصادي موضوع‌ګانو په ځانګړې توګه د وسپنې پټلۍ، برېښنا، سوداګریزو او ټرانزیټي او د ویزو اړوندو مسایلو بحث کوو.»

په همدې ترتیب، په کابل کې د افغانستان – ازبیکستان سوداګریزه غونډه او د ازبیکستان د تولیداتو نندارتون د دواړو هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو او خصوصي سکټور د چارواکو په حضور کې په کابل کې پرانیستل شو.

د ازبیکستان د لومړي وزیر او د اسلامي امارت ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ د وزیر او یو شمېر نروو وزیرانونو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو په دغه نندارتون کې د ازبیکستان له محصولاتو کتنه وکړه.

 د صنعت و سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان-ازبیکستان سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پانګونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو کچه د دواړو هېوادونو د اقتصاد د ودې او پراختیا لپاره مهمه بولي. نورالدین عزیزي له ازبیکستاني پانګوالو غواړي چې، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي:«ورور او دوست هېواد، ازبیکستان ته ډاډ ورکوو چې، په کتنو کې د هوکړه‌ شویو موردونو د تطبیق په برخه کې، د دواړو هېوادونو لخوا کار پيل شوی او ښې لاسته‌راوړنې او پرمختګونه ترلاسه شوي دي.»

بلخوا، د ازبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر هم د ټرانسپورت، سوداګرۍ، ټرانزیټ او دوه اړخیزو پانګونو په برخه کې د افغانستان او ازبیکستان د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي. قدرت اوف لذیذ شوکت‌ویچ وايي چې، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ درې مېلیارده ډالرو ته د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو هڅې روانې دي او په دې برخه کې بریاوې هم ترلاسه شوي دي.

د ازبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه:«په لومړي ګام کې د خپلو هېوادونو ترمنځ د درې مېلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره لوی پلانونه په پام کې نیول شوي دي. په دې تړاو د روان میلادي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې  د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلوامتیازونو سره سوداګریز هوکړه‌لیکونه عملاً پیلېږي.»

بلخوا، د افغانستان خصوصي سکټور د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا هرکلی کوي او وايي چې، دا دوه هېوادونه د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ډېر ظرفیتونه لري.

په پای کې، په دې غونډه کې د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او سوداګرۍ د پراختیا په موخه سوداګریز تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا