د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۵۰ زره ټنه انتقالات شوي دي
دید خبرې آژانس: ټولګټو وزارت وايي چې د روان کال د لېندۍ میاشتې له پیل څخه تر پای پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۱۳۳ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۴۹ زره ۵۹۹ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵ زره ۶۳۰ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۴ زره ۷۰۱ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۰۲ ټنه چې ټولټال ۴۵۱ زره ۳۵۶ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۷۷۷ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي، صادر شوي دي.
ټولګټو وزارت وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال د لړم په میاشت کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۳۱ ټنه انتقالات ترسره شوي چې له دې جملې ۱۹۵۷ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.